پاكستان كښې د چين سفير د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره ملاقات

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل سره ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د كورونا په وبا او د قحطې ملخانو په صورتحال خبرې وشوې. د چين سفير پاكستان كښې د كورونا رنځورانو په زياتېدونكې شمېره اندېښنه ښودلو سره پاكستان ته د دې وبا په مخ نيوي كښې د هر ډول مرستې باور وركړو. ده ووئيل پاكستان ته به د آكسيجن بېډز او د نورو بائي پېپ وركولو جاج اخلو. د چين سفير ووئيل په چين كښې د كورونا رنځورانو په علاج كښې ځينې داروګان موثر ثابت شوي. پاكستان ته دا داروګان او ټيكې په تجرباتي توګه استعمالو لپاره وركړے كېدے شي. په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د چين سفير په پاكستان كښې د پلازمه مشينونو د ضرورت نه خبر كړو. ده ووئيل د چين په مرسته په اسلام آباد كښې جوړ د وبائي رنځونو روغتون زر پرانسته كوو. چين دې پاكستان سره داسې دوه نورو روغتونو جوړولو له مرسته وكړي.

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں