اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) د مقبوضه كشمير صورتحال په حقله خارجه وزارت كښې د نهې په ورځ مهمه غونډه وشوه كومه كښې چې د وزيراعظم د قامي سلامتيا خصوصي مرستيال معيد يوسف٬ د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي او د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خصوصي مرستيال معيد يوسف د مقبوضه كشمير صورتحال او هند سره د اړيكو په حقله بريفنګ وركړو۔ په دې مهال د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهر یار آفریدی زر تر زره د كشمير كمېټۍ غونډې رابللو عنديه هم وركړه