په تېر شوا روز كښې د كووېډ-19 531 ټېسټونه مثبت راغلي ، 15 كسان په حق رسېدلي

image

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر ﴿اېن سي او سي﴾ وئيلي دي په تېر شوا روز كښې د كووېډ-19 531 ټېسټونه مثبت راغلي، 15 كسان په حق رسېدلي، 12 كسان په روغتونونو كښې په حق رسېدلي او 3 په كورونو كښې د قرنطينه په مهال خپل ژوند د لاسه وركړے، د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 18 زره 227 ټېسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 8 زره 397، په پنجاب كښې 5 زره 180، په خېبر پښتونخوا كښې يو زر 597، په اسلام آباد كښې 2 زره 436 ، په بلوچستان كښې 355 ، په ګلګت بلتستان كښې 114 او په آزاد كشميړ كښې 148 ټېسټونه شوي. د اېن سي او سي له مخې تر اوسه په ټول هېواد كښې د روغو شوو كسانو شمېره 2 لكه 61 زره 246 ته رسېدلې. په آزاد كشمير، ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې په دې وخت كوم رنځور په وېنټلي لېټرز نشته. په ټول هېواد كښې كورونا لپاره په بېل كړے شوو 1859 وېنټي لېټرو كښې د كورونا 146 رنځوران پراته دي. په دې وخت كښې په هېواد كښې د كورونا د اېكټو كېسونو شمېره 17 زره 833 ده. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا د رنځورانو شمېره 2 لكه 85 زره 191 ده چې پكښې په آزاد كشمير كښې 2 زره 150، په بلوچستان كښې 11 زره 921 ، په ګلګت بلتستان كښې 2 زره 371، په اسلام آباد كښې 15 زره 281، په خېبر پښتونخوا كښې 34 زره 755 ، په پنجاب كښې 94 زره 586 او په سندھ كښې يو لك 24 زره 127 رنځوران دي. په ټول هېواد كښې د كورونا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 6 زره 112 ده چې پكښې په سندھ كښې 2 زره 282 كسان شامل دي. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا 21 لكه 65 زره 811 ټېسټونه شوي. په ټول هېواد كښې د كورونا علاج لپاره په بېل كړے شوو روغتونونو كښې يو زر 365 رنځوران تر معالجې لاندې دي

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں