14م اګست كال 2020ء د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو 74 مه د آزادۍ ورځ د دې لوظ پخلي سره لمانځلې چې هېواد حقيقي اسلامي رياست جوړولو لپاره به د تحريك پاكستان په ډول جذبې سره كار كولې شي

image

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د جمعې په ورځ په 14م اګست كال 2020ء د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو 74 مه د آزادۍ ورځ د دې عزم پخلي سره لمانځلې چې هېواد حقيقي اسلامي رياست جوړولو لپاره به د تحريك پاكستان په ډول جذبې سره كار كولې شي۔ د ورځې پېل په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشو۔ د سهار لمونځ نه پس په جوماتونو او كورونو كښې د پاكستان سلامتيا او پرمختګ او د اولس خېرښګړې لپاره خاص دعاګانې وشوې ٬ په ټولو مهمو سركاري ودانيو قامي بېرغ هسك كړې شو ٬ د سركاري او نجي ودانيو پشمول كلي كوڅې ٬ بازارونه او ماركيټونه تېره شپه روښانه كړې شول۔ د راډيو پاكستان راپور له مخې كراچۍ كښې د قائداعظم محمد علي جناځ په مزار د ګارډز بدلېدو مركزي دستوره وشوه٬ او د پاك سمندري ځواك 64 كېډټس يوې چټك ډلې د مزار قائد ګارډز وظفيه سنهبال كړه۔ ۔ د پاكستان ورځ په لړ كښې حضوري باغ لاهور كښې خاص دستوره وشوه چرتا چې د پنجاب اعلٰې وزير سردار عثمان بزدار قامي بېرغ هسك كړو٬ صوبائي سرښار كښې د ورځې پېل د 21 توپو سلامۍ سره وشو او د دې نه پس د علامه اقبال په مزار د ګارډز بدلېدو دستوره وشوه او د پاك پوځ يوې چټك ډلې د اقبال د مزار د ګارډز وظيفه سنهبال كړه۔ په دې موقع سردار عثمان بزدار شاعر مشرق علامه محمد اقبال په مزار حاضري وكړه او د ګلونو څادر خپرولو سره ئې فاتحه خواني وكړه او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات قلم بند كړل۔ دغسې كوئټه كښې هم د بلوچستان اسمبلۍ په آنګن كښې د بېرغ هسك كولو مركزي دستوره وشوه او اعلٰې وزير جام كمال خان بېرغ هسك كړو٬ صوبه كښې د ورځې پېل د 21 توپو سلامۍ سره وشوه اوپه دې موقع د هېواد پرمختګ او خوشحالي لپاره خاص دعاګانې هم وشوې د دې نه علاوه د بلوچستان په ګورنر هاٶس٬ بلوچستان هائي كورټ او پاكستان راډيو كوئټه كښې هم د قامي بېرغ هسك كولو دستورې وشوې۔ خېبرپښتونخوا كښې هم د ورځې پېل د 21 توپو سلامۍ سره وشو او په دې موقع د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خاص دعاګانې وشوې۔ په پېښور كښې هم د قامي بېرغ هسك كولو مركزي دستورې سره سره په ګورنر هاٶس او راډيو پاكستان كښې هم د بېرغ هسك كولو دستورې وشوې۔ دغسې په ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې هم د آزادۍ ورځ مناسبت سره خاص دستورې وشوې چرته چې قامي بېرغ هم هسك كړې شوې۔ د دې نه علاوه بهر هېوادونو كښې د پاكستان مېشنز او سفارتحانو كښې هم د آزادۍ ورځ په ښه ډول ولمانځلې شوه۔ په دې موقع د پاكستان په سفارت او مشنز كښې خاص دستورې وشوې او د بېرغ هسك كولو سره سره كېك هم پرې كړې شو چې پكښې بهر هېوادونو كښې مېشته ګڼ شمېر پاكستانيانو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں