د وزیراعظم په موجودګۍ كښې د پنجاب حكومت او نېنشل لاجسټك سېل ترمينځه كنېسشن اېګريمنټ۔ لاهور رنګ روډ۔ سدرن لوپ (ایس ایل۔III) رائیونډ روډ څخه به ملتان روډ جوړولې شي

image

لاهور۔ 13 جون (اے پی پی) د وزیراعظم په موجودګۍ كښې د پنجاب حكومت او نېنشل لاجسټك سېل ترمينځه كنېسشن اېګريمنټ وكړے شو۔ لاهور رنگ روډ۔ سدرن لوپ (ایس ایل۔III) رائیونډ روډ څخه به ملتان روډ جوړولې شي۔ نزدې د لس اربه روپو لګښت پنجاب كښې د پبلك پرائېوېټ پارټنرشپ دا د انفرانسټركچر دويمه لويه منصوبه ده۔ د صوبې اولنۍ لويه منصوبه لاھور رنگ روډ۔ سدرن لوپ۔1 او 2 پراجېکټ وو۔ دا منصوبه به د 25 كلن بي او ټي پراجېكټ په ډول چلولې شي۔ د دې د تعمير موده يو كال دے۔ دا منصوبه به جي ټي روډ ٬ سيالكوټ موټر وے او د رنګ روډ موجوده سېكشنز ملتان روډ (این فائیو) سره تړي۔ په دې مهال وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې ددې منصوبې د ډيزائن جاج اخستې شوې او ماحولياتي اړخونه هم دې كښې شامل كړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں