بائيو ټيکنالوجي هربل ميډيسن پارك به د پاکستان په سماجي او معاشي پرمختګ كښې هم كردار ولوبوي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د جهلم بائيو ټيکنالوجي پارك په اړه غونډې ته وېنا

image
APP13-25 ISLAMABAD: August 25 - President Dr. Arif Alvi being briefed about the Jhelum Biotechnology Park by the Federal Minister for Science and Technology, Chaudhary Fawad Hussain at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د انډسټريل بائيو ټيکنالوجي په څانګه كښې د پرمختګ په ضرروت زور رواړلو سره وئيلي دي انډسټريل بائيو ټېكنالوجۍ سره به يو خوا د هېواد برآمدات زياتولو له مرستې تر لاسه شي نو بلخوا به د روزګار نوې موقع هم راپېدا شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جهلم بائيو ټيکنالوجي پارك پحقله د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن صدر ته د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د بائيو ټيکنالوجي هربل ميډيسن پارك اهميت او كردار په اړه بريفنګ وركړو۔ صدر ووئيل انډسټريل بائيو ټيکنالوجي د برآمدات زياتولو او په هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل بائيو ټيکنالوجي هربل ميډيسن پارك به د پاکستان په سماجي او معاشي پرمختګ كښې اهم كردار ولوبوي۔ صدر د سائنس او ټېكنالوجۍ په وزارتِ زور رواړو چې ھغه دې د ريسرچ اېنډ ډويلپمنټ (آر اينډ ډي) منصوبې د هېواد معاشي او معاشرتي ضروروتونو له مخې استوار كړي۔ په غونډه كښې د پنجاب ځنګلات وزير محمد سبطين خان، د پنجاب هاٶسنګ لپاره خاص سېكرټري محمد شفيق احمد، د منصوبه بندۍ كمېشن د سائنس ممبر ډاکټر سيد حسېن عابدي، د كامسېټس هېډكوارټر ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر اېس اېم جنېد زېدي او د رېكټر كامسېټس پوهنتون پروفېسر ډاکټر محمد تبسم افضل هم ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں