اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د سینیټ قائمه كمیټۍ چیئرمین سېنېټر فیصل جاوید وئيلي دي د نواز شریف هيواد ته راوستلو له به ټولې آئینی او قانونی لارې اختیارولې شي۔ د شورو په ورځ د سينيټ غونډه كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل بايد ټولو لپاره يو ډول قانون وي، نواز شریف په طبی بنیادونو بهر تللے ، اوس د هغه صورتحال ښه دے بايد هغه هيواد ته راشي، شهباز شریف د نواز شریف هيواد ته د راتللو ضمانت كړے هغه به د توهین عدالت مرتكب شي۔ ده ووئېل نواز شریف هيواد ته راوستلو له به آئین او د قانون ترمخه ټول اقدامات كولے شي۔ده ووئيل د هغه علاج او جائېدادونه بهر دي، هغه يواځې عیاشیو لپاره پاكستان ته راځي، اولس د هغه په اړه حقائق څخه خبر دے۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان مرګ او ژوند دواړه پاكستان كښې دي