اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د هېواد سماجي او معاشي پرمختګ لپاره عزم لري، پاكستان ورلډ بېنك سره شراكت دارۍ ته ډېر اهميت وركوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاكستان او نړيوال بېنك ترمېنځه د توان پحقله د يو ارب 15 كروړه ډالرو د دوو لوظنامو لاسليك دستورې په مهال كړې۔ دا دواړه لوظنامې په خېبر پښتونخوا كښې د هائيډرو پاور او د متبادل توان منصوبو پحقله دي ٬ خېبرپښتونخوا كښې د هائيډرو پاور او د متبادل توان په منصوبو به 45 كروړه ډالره لګښت راځي٬ د داسو هائيډرو پاور منصوبې په لومړي فېز د لګښت اندازه 70 روكړه ډالره ده۔ خېبرپښتونخوا كښې د هائيډرو پاور او د متبادل توان منصوبه يو پرمختيائي پروګرام دے چې ورسره به صوبه كښې د متبادل توان د پراخه صلاحيت څخه استفاده كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د پراجېكټ له مخې د 88 مېګاواټ ګبرال كلام هائيډرو پاور پراجيكټ او د 157 مېګاواټ مدين هائيډرو پاور پراجيكټ به جوړولې شي ٬ دې منصوبو سره به د خېبر پښتونخوا انرژي ډويلپمنټ آرګنائزېشن ته د متبادل توان وسائلو ته وده وركولو لپاره يوه د نړيوال كچ اداره جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ د داسو هائيډرو پاور په (فيز I) پراجېكټ به 700 مېليونه ډالره لګښت راځي۔د اقتصادي چارو سېكرټري نور احمد د پاكستان حكومت لخوا په لوظنامه لاسليك وكړو او د خېبرپښتونخوا ، واپډا او د نېشنل ټرانسميشن اېنډ ډسپېچ كمپنۍ نمائيدګانو په اړوند پراجېكټ لوظنامه لاسليك وكړو۔ دغسې د نړيوال بېنك لخوا كنټري ډائريكټر نجے بنحسېني لاسليك وكړو٬ په دې موقع كنټري ډائريكټر د پاكستان مرستې لپاره د خپل لوظ پخلر وكړو او د كرونا خاتمې لپاره د حكومت د عزم او هلو ځلو او د ډهانچه جاتي اصلاحاتو لپاره د هلو ځلو ئې هم ستائنه وكړه ۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د ورلډ مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت د ډھانچه جاتي اصلاحاتو روانو ساتلو لپاره عزم لري۔ په دې موقع مخدوم خسرو بختيار سره سره د توان وزير عمر ايوب خان، د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان، او د وزير اعليٰ سلاحكار حمايت الله خان هم موجود وٶ