د خارجه وزير شاه محمود قرېشي آسيا كښې په رابطو او اعتماد راپېدا كولو اقداماتو په اړه د وزيرانو كنفرنس ته وېډيو لنك خطاب

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د سيمې او نړيوال امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كولو له لوظي دے٬د كشمير شخړی تر حل كېدو په سوئېلي آسيا كښې امن نه شي راتللے٬د نړۍ څخه د غريبۍ ختمولو او اوږدې مودې معاشي پرمختيائي اهداف سره كولو لپاره سيمه ايز او نړيوال امن ته اړتيا ده٬په سيمه كښې د پوخ امن لپاره افغانستان كښې امن او استحكام ته اړتيا ده٬په افغانستان كښې امن لپاره خبرې اترې يوازنۍ لاره ده۔زيارت په ورځ په آسيا كښې په رابطو او اعتماد راجوړولو اقداماتو په اړه د كنفرنس په حقله د وزيرانو كنفرنس ته وېډيو لنك خطاب د لارې ده ووئيل د كورونا وباﺀ نړۍ د اقتصادي معاشرتي او صحت پشمول ګڼو چېلنجونو سره مخ كړی۔د دې چېلنج مخ نيوي لپاره به مونږ له په اعلٰی كچه ګڼ اړخيزه مرستې ته اړتيا وي۔ده ووئيل مونږ عمر له امن ته پام لرنه كړی ځكه چې د نړۍ څخه غريبۍ ختمولو او د اوږدې مودې معاشي پرمختيائي اهداف سره كولو لپاره سيمه ايز نړيوال امن ته اړتيا ده۔د افغانستان په حقله ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د وړاندې څخه په ډاګه كړی وه چې د افغانستان مسئله د طاقت د لارې نه شي حل كېدې۔په افغانستان كښې امن لپاره خبرې اترې يوازنۍ لاره ده او مونږ په دې خوشحاله يو چې نړۍ نن زمونږ موقف منلے ۔ ده ووئېل په دوحه كښې د افغانانو ترمينځه خبرې اترې كول يو ښه اقدام دے بايد افغان قيادت د دې موقعې څخه ګټھ پورته كړي او ټول په دې كښې شامل شي۔ ده ووئېل مونږ ګڼو چې پھ سيمه كښې د اوږدې مودې امن لپاره په افغانستان كښې امن او استحكام ته اړتيا ده۔پاكستان د شريكې ذمه وارۍ ترمخه افغان امن عمل كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے۔د كشمير په حقله خارجه وزير په ډاګه كړه چې په سوئېلي آسيا كښې تر هغه وخت امن نشي راتللے تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو سيكورټي كونسل قراردادونو په رڼا كښې نه وي حل شوې۔ده ووئيل پاكستان عمر له د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ مرسته كړی۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د اوږدې مودې پرمختګ او استحكام لپاره رابطو ته پھ وده وركولو باور لري او په دې خوشحاله يو چې مونږ د چين بي آر آئي منصوبې مهمې برخې پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره تړلې شوي يو۔دا منصوبه نه يوازې زمونږ اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده بلكې د سيمې پرمختګ او استحكام لپاره هم ګټوره ده۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د سيمې او نړيوال امن او استحكام لپاره كردار ترسره كولو له لوظے دے

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں