د بېلا بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو د قامی اسمبلۍ غړو په غونډه كښې د خیالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 11 جون (اے پی پی) بېلا بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو د قامی اسمبلۍ غړو وئيلي دي چې د حالاتو په وجه د هيوادی معیشت خرابيږي چې ورسره د اولس روزګار او د ژوند په طرز منفی اثرات مرتب كيږي ‘ د كراچۍ استحكام د پاكستان استحكام دے ‘بايد دې ښار ته هم حكومت پام لرنه وكړي ‘ نجی تعلیمی ادارې پرانستلو سره دې د اړوند 25 نه تر 30 لكه كورنيو د ستونزو ازاله وكړې شي ‘ سودی كاروبار د لوئ څښتن او د هغه د رسول ﷺ سره جنګ دے ‘دې څخه ځان خلاصول د وخت مهمه تقاضا ده ‘تر څو چې لوے څښتن او د هغه د رسولﷺ نظام پاكستان كښې نه وي راغلې خیر و بركت نه شي راتللې۔ د زيارت په ورځ په صدارتی خطاب د مننې په تحریك روان بحث كښې برخه اخستلو سره د مسلم لیګ (ن) غړې عائشه غوث پاشا ووئيل چې كورونا د كنټرول څخه بهر كيږي دې لپاره اقداماتو ته اړتيا ده۔ شرح نمو منفی 6 ته رسيدلې۔ زمونږ معیشت خرابيږي ۔ د دې به د 22 كروړه پاكستانیانو په روزګار او د هغوي د ژوند په طرز منفی اثرات مرتب شي۔ دې ووئيل د ملخانو بريدونو سره زرعی شرح نمو به څنګه زياته شي۔ د اېم كیو اېم غړې كشور زهرا ووئيل كراچۍ كښې د الوتكې په پيښه په كورنو كښې غم دے۔ په دې پيښه كښې غلطي د چا وه هغه دې په ډاګه كړې شي۔ د كورونا صورتحال تر مخه د كراچۍ د پروازونو اړخ اسلام آباد او لاهور پلو ګرځولې شوے چې له امله ئې د كراچۍ وګړي دربدر شوي۔ د كراچۍ استحكام د پاكستان استحكام دے۔

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں