لاړكانه 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په لاړكانه كښې د احساس اېمرجنسي كېش ډسټريبوشن سنټر دوره كړې ۔ په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم وزيراعظم ورسره ملګرې وه. خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وزيراعظم ته ووئيل د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې په سندھ كښې 60 اربه روپې ويشلے شي. د سندھ پنځوس لكه كورنيو ته احساس كېش وركولے شي. د وزيراعظم هدايت له مخې په احساس كېش پروګرام كښې د سندھ برخه د 22 فيصد نه 31 فيصده كړې شوې چې دغسې د دې پروګرام نه هغه ټولې كورنۍ استفاده وكړي كومې چې مستحقې او ضرورت مندې دي. وزيراعظم ته ووئيل شول يوازې په لاړكانه كښې به يو لك پنځه اتيا زره كورنۍ د احساس كېش اسانۍ څخه استفاده وكړي. په دې يو لك پنځه اتيا زره كورنيو كښې تر اوسه يو لك پنځلس زره كورنيو سره مرسته شوې. وزيراعظم ته ووئيل شول د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې به يوازې په لاړكانه كښې 2.2 اربه روپې مستحقو كورنيو له وركولے شي.