د ملخانو په ضد آپرېشن، د تېرو 24 ساعتونو په مهال د درې لكه 39 زره هېكټره سيمې سروے او په 5 زره 630 هېكټر سيمه د داروګانو سپرے شوے. د اېن ډي اېم اے وياند

image

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د ملخانو په ضد د آپرېشن له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د درې لكه 39 زره هېكټره سيمې سروے او په 5 زره 630 هېكټر سيمه د داروګانو سپرے شوے. په آپرېشن كښې 1259 شريكو ډلو برخه اخيستې. د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ وياند له مخې په دې وخت كښې د هېواد په 45 ضلعو كښې ملخان موجود دي، د بلوچستان 29، د خېبر پښتونخوا 9، د پنجاب 3 او د سندھ 4 ضلعې ملخانو ځپلې دي. په خېبر پښتونخوا كښې ډېره اسماعيل خان، ټانك، شمالي او جنوبي وزيرستان، لكي مروت، كرك، كرم ، اوركزئ او د خېبر ضلعې ځپلې شوې دي. د وياند له مخې د ځپليو سيمو سروے او كنټرول آپرېشن روان دے. 1259 شريكو ډلو په لوكسټ كنټرول آپرېشن كښې برخه اخيستې۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د درې لكه 39 زره هېكټره سيمې سروے او په 5 زره 630 هېكټر سيمه د داروګانو سپرے شوے. تر اوسه په ټول هېواد كښې په 5 لكه 96 زره هېكټره سيمه سپرے شوې. په قلعه عبدالله كښې په 300 هېكټره سيمه د الوتكې د لارې كېمياوي سپرے شوے.

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں