اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري په كراچۍ سټاك اېكسچېنج د ترهګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ سپيكر او ډپټي سپيكر د بريد په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ دوي غمجنيو كورنيو سره خواخوږدي هم ښكاره كړه۔ خپل پېغام كښې دوي ووئيل د ترهګرو بريد په ناكامه كولو قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ دوي ووئيل هېواد دښمنه عناصر خپلو ناوړه مقاصدو لپاره هېواد كښې يره ترخه خپرول غواړي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان دفاعي ادارې د دښمنانو د ټولو چالونو ناكامه كولو صلاحيت لري۔ سپيكر او دوهم سپيكر دعا وكړه چې لوي څښتن دې د ترهګرو په بريد كښې شهيدو شوو ته لوړې درجې وركړي۔ دوي پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه