د يو اېن اېچ سي آر پاكستان لخوا د كورونا لاك ډاؤن ځپلو افغان كډوالو سره د مرستې لړۍ روانه ده

image

اسلام آباد۔7 اکتوبر(اے پی پی) كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي آر په پاكستان كښې د كورونا لاك ډاؤن ځپلو افغان كډوالو سره د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام په ډول د مالي مرستې پروګرام د پاكستان پوسټ په مرسته روان دے۔ په دې لړ كښې څلورو واړو صوبو او اسلام آباد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو 30 زره 9 سوه نه زياتو مستحقو كورنيو سره مالي مرسته شوې ۔ د شورؤ په ورځ د یو اېن اېچ سی آر وياند قېصر خان اے پي پي ته ووئيل د سېفران ٬ داخله او خارجه وزارتونو په مرسته پاكستان كښې رجسټرډ هغه افغان كډوالو ته كوم چې د كووېډ 19 لاک ډاون د لاسه ځپلے شوي د پاكستان پوسټ په مرسته ورله يو اين ايچ سي ار د كورنۍ په سره 12 زره روپۍ وركوي۔ ده ووئيل د بلوچستان كوئټه ښار ٬ خېبر پختونخواہ او اسلام آباد كښې هم د افغان كډوالو 36 زره رجسټرډ كورنيو ته د پاكستان پوسټ په مرسته په اولني پړاؤ كښې د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه د افغان كډوالو رجسټرډ 30 زره 9 سوه كورنيو له روپۍ وركړې شوي

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں