د آزاد كشمير صدر مسعود خان٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي د كشمير كمېټۍ تر سيوري لاندې سېمينار ته وېنا

image
APP02-21 ISLAMABAD: September 21 - Speaker National Assembly Asad Qaiser addressing participants of Seminar on ''International peace day'' organized by Parliamentary Kashmir Committee. APP

اسلام آباد 21 ستمبر(اے پی پی) د آزاد كشمير صدر مسعود خان٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د كشمير د كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه نه عملي كېدل د فكر لمحه ده۔د كشمير په اړه به پاكستان ته قامي پالېسي خپلول وي۔د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق سره به د كشمير مسئله د نړۍ هر فورم ته رسول وي٬د كشمير او اتومي طاقت به هېڅ سودا ونه كړې شي٬د نړۍ په هر فورم به د كشمير مسئله په ډاګه كولې شي٬د مودي د اقداماتو په وجه هند اوس دفاعي پوزېشن ته راغلے٬د امريكائي سېنېټرانو لخوا په كشمير كښې د نسل كشۍ او د بشري حقونو په خلاف ورزو د هند په ضد ټرمپ ته د بندېزونو وړاندېز مهم پرمختګ دے۔دوي دا خبرې د ګل په ورځ د امن نړيوالې ورځې په موقع د انسټي ټيوټ آف كنفيلكټ ريزولېشن او د كشمير كمېټۍ تر سيوري لاندې جوړ سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړی۔په دې موقع د آزاد كشمير صدر مسعود خان په خپله وېنا كښې ووئيل پاكستانيانو سره په ګډه د كشمير آزادۍ لپاره د 70 كلونو نه كار كوو۔د پاكستان جوړیدو نه يوه مياشت وړاندې كشميريانو د الحاق پاكستان قرارداد منظورولو سره د خپل منزل ټاكنه كړې وه۔په ملګرو ملتونو كښې د څو لسيزو نه پس د چين په هڅو په كشمير درې غېر رسمي غونډې شوي۔ دوي ووئېل په دې وخت كښې كشمير سوځي٬د دوي نسل كشي روانه ده٬د ملګرو ملتونو په وړاندې دا هر څه روان دي۔ملګري ملتونه يوازې بيانونه وركولو سره د خپلو ذمه وارو نه نشي بري كېدې۔هند د ملګرو ملتونو د ايجنډې نه د كشمير د مسئلې ويستلو هڅه كړې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې په بشپړه توګه وېنا كړې۔ده ووئيل كشمير د خپل تاريخ د تور دور نه تېرېږي٬د ټول هند څخه هندوان په كشمير كښې آبادولې شي۔ دوي ووئېل په نسلي بنيادونو د جوړ شوي پلان له مخې د كشميريانو اكثريت په اقليت بدلولې شي۔ده ووئيل كشميريان هند سره دوه اړخيزه خبرې كوي٬كه كشمير محفوظ نه وي پاكستان به هم محفوظ نه وي۔ده ووئيل د 9 لكو قابضو ځواكونو په ضد كشميريان د 73 كلونو نه قربانۍ وركوي٬كشمير د نيمې وچې د تقسيم نامكمله ايجنډا ده۔انشاﺀالله د آزادۍ منزل لرې نه دے ٬ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل په ټوله نړۍ كښې پوخ امن لپاره د شخړو سوله ايز حل ضروري دے۔ملګري ملتونه دې د كشمير او فلسطين شخړو حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل كه د امن په خاطر د ځان قرباني هم وي نو ډډه به ونه كړو۔نړيواله ټولنه دې په كشمير كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل په كشمير كښې 22 زره مېرمنې كنډې شوي او د زرګونو په شمېر ځوانان شهيدان شوي٬اوسني حكومت د كشمير مسئله په نړۍ كښې پھ ډاګه كولو لپاره پوره كردار ترسره كړې۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي ووئيل نن په نړۍ كښې د امن نړيواله ورځ لمانځلې كېږي٬په دې لړ كښې دا دستوره ډېره مهمه ده٬د كشمير د پارليماني كمېټۍ څخه خلق ډېرې هيلې لري۔وزيراعظم چې كومه ذمه واري راپغاړه كړې٬په وخت راتللو به يې ثابته كړم۔ده ووئيل په نړۍ كښې د نشه اي توكو 85 فيصده برخه د افغانستان څخه وه٬پاكستان قربانۍ وركولو سره نړۍ د دې لعنت نه بچ كړې۔ده ووئيل پاكستان پارليمان٬سول سوسائټۍ اكېډېميا٬پوهان او د خبريالانو څخه د كشمير په اړه د كار اخستلو ضرورت دے٬خلق د كشمير كمېټۍ ته ګوري۔ده ووئيل چين په معاشي اعتبار خپل ځان دومره قوي كړے چې نړۍ يې اهميت منلے٬هم دا وجه ده چې په لداخ كښې يې خپل طاقت څرګند كړو۔ ده ووئېل په معاشي توګه د مقروض او په نورو د انحصار كوونكو قومونو آزادي سلب كېږي۔ده ووئيل مونږ به د كشمير مسئله د نړۍ هر فورم ته رسوو۔د ټولې نړۍ نظر په كشمير دے٬د كشمير كمېټۍ لخوا ټولو سياسي ګوندونو او ډلو ته دا پیغام دے چې اوس وخت راغلے چې په ګډه مخ په وړاندې لاړ شو٬كه مونږ خپل اهميت رامخې ته كړو نو نړۍ به مونږ ته اهميت او عزت راكړي۔ده ووئيل دا ممكنه نه ده چې د هند ظلمونه برداشت كوونكي كشميريان به آزادي ترلاسه نه كړي۔سېمينار ته وفاقي وزير سيد فخر امام٬سفير اشرف جهانګير قاضي٬سېنېټر مشاهد حسېن سيد٬پارليماني سېكرټرې غزاله سېفي او نورو هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں