پاکستان نړۍ كښې امن لپاره د 30 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ شهریار آفریدی

image

پېنډۍ ۔24 اکتوبر(اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيِئرمېن شهريار آفريدي وئيلي دي د نړۍ امن لپاره پاكستان د 41 كالو نه د 30 لکو افغان كډوالو مېزباني كوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ، په کشمیر كښې هند ظلم او بربريت كوي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې د کشمیر د ازادۍ لمر به راوخېژي۔ تېره ورځ پینډۍ كښې د ملګرو ملتونو د 75 مې كليزې دستوره ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل په پاكستان د كال 1997 نه وروسته د وسلې ٬ كلاشنكوف ٬ نشائي توكو او فرقه واريت د لارې بريد وكړے شو۔ پاكستان دا مهال د نړۍ تر ټولو لوئے جنګ كوي او په دې جنګ كښې 80 زره نه زياتو پاكستانيانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ هغه ووئيل د نړۍ امن لپاره پاكستان د 41 كالو نه د 30 لکو افغان كډوالو مېزباني كوي ولې سره د دې پاكستان ته په نړۍ كښې هغه عزت او مقام ترلاسه نه شو۔ هغه ووئيل هند په غېر قانوني توګه په كشمير قبضه كړې او په كشميري اولس ظلم او زياتې كوي په كومو چې نړۍ خاموشه ده۔ ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې د كشمير د آزادۍ لمر به به راوخېژي۔ هغه ووئيل هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات د غوښې برآمد كوؤنكے هېواد دے ولې كه كوم مسلمان غوا ذبح كړي نو هغه وژلے شي۔ هغه ووئيل كه موده مقبوضه كشمير او د هند په نورو رياستونو كښې په مسلمانانو دغسې ظلم او زياتې روان وساتلو نو هغه ورځې لرې نه ده چې د مودي د لاسه به موجوده هند د سوويت يونين په شان ټكړو كښې ووېشلې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں