حكومت به د يو اېن ډي پي هر ممكن معاونت كوي دغسې چې شريك مقاصد تر لاسه مول باوري كړے شي۔د وزيراعظم عمران خان د يو اېن ډي پي پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سره د يو اېن ډي پي پلاوي د شورو په ورځ ليدلې دي٬په ملاقات كښې د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او نور سينئر افسران هم موجود وو۔وزيراعظم مېډيا آفس له مخې په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي نمائنده ايليئو نه نيكوليټا د وزيراعظم عمران خان هيومن ډوېلپمنټ كښې خوښي لرل ستائېلو سره ووئيل د وزيراعظم د ذاتي خوښي لرلو په وجه په هېواد كښې بشري پرمختګ هم ممكن شوے۔ده ووئيل د حكومت د اړخه سسټين اېبل ډوېلپمنټ ګولز خپلول٬د هغې مقاصد ترلاسه كولو لپاره كوټلي تګلاره او د وسائلو وركول د ستائنې وړ دي۔ده يو اېن ډي پي سره د حكومت د اړخه په مرسته كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔د يو اېن ډي پي پلاوي د كووېډ په مهال د پاكستان حكومت تګلاره او په خاص توګه د معاشي عمل په روانولو او د ټولنې كمزورې طبقو مالي مرستې پشان اقدامات وستائېل۔وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې د بشري پرمختګ په اړه د يو اېن ډي پي خذمات ستائېلو سره ووئيل موجوده حكومت بشري پرمختګ او په خاص توګه د ټولنې كمزورو طبقو معاونت او د غريبۍختمولو ته پام لرنه كوي٬په تېر وخت كښې اثر لرونكي طبقې نظام مفلوج كولو سره د رياستي وسائلو څخه ګټه پورته كړی ۔ده ووئېل حكومت رياستي وسائل په اولسي ښېګړه او د هېواد پرمختګ له كارولو ته پام لرنه كوي٬حكومت به د يو اېن ډي پي هر ممكن معاونت كوي دغسې چې شريك مقاصد ترسره كول باوري كړے شي۔وزيراعظم ووئيل د يو اېن ډي پي او اوسنې حكومت مقاصد شريك دي٬حكومت به د يو اېن ډي پي هر ممكنه مرسته كوي دغسې چې د ټولنې شريك مقاصد ترلاسه كول باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں