اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ پاكست??ن پوسټ د تېر مالي كال 18-2017 په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 116 فيصده اضافې سره تر ټولو زياته ګټوره سركاري ??حكمه جوړه شوه۔ ډپټي چيف اكاؤنټس آفيسر اوېس احمد اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د وفاقي وزير مراد سعيد په مشرې كښې محكمې سږ كال 14.5 اربه روپې منافع ترلاسه كړې كومه چې په ټولو محكمو كښې تر ټولو زياته د منافع شرح ده۔ شپږ اربه روپې بېلا بېلو محكمو سره متنازعه دي كومې به چې اداره وصول كوي او كه دا معامله د پاكست??ن پوسټ په حق كښې حل شي نو زيات رقم به ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې د ډاك محكمې په بجټ كښې 10 فيصده كمې ش??ې او سره د محدود وسيلو د پاكست??ن پوسټ كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د ادارې بهترې لپاره نور اقدامات هم كولې ش??۔