پاکستان د مدينې رياست غوندې جوړولو كښې به هيڅ بې غوري نه كوٶ۔ اسد قېصر

image

پېښور 20 دسمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيلي دي پاکستان د مدينې رياست جوړولو كښې به هيڅ بې غوري نه كوٶ٬ د اوسني حكومت د غوره پاليسو په سوب معيشت بحال شوې ٬ تيرو واكمنو د قامي مفاداتو په ضد ذاتي مفاد ته پام لرنه كړې او اوسنې حكومت د عمران خان په مشرۍ كښې د اولس خېرښګړې او د هېواد پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل كومې سختې پرېكړې چې شوې ھغه هم د اولس خېرښګړې او د هېواد بهترۍ لپاره شوي ٬ ډېر زر به په ګرانۍ قابو اوموو۔ ده دا خبرې د صوابۍ په ټوپۍ تحصيل كښې د Cat-3 روغتون٬ د ګرلز ډګري كالج ټوپۍ٬ د 1122 او په سب ډويژن كښې د ګاز پرانستې دستورو نه پس اولسي غونډې ته كړې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان هم موجود ٶ

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں