د کنوینئر سیّد فخر امام په مشرۍ كښې د پبلک اکاونټس کمېټۍ ذېلي كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د پبلک اکاونټس کمېټۍ ذېلي كمېټۍ غونډه د كنوينئر سيد فخر امام په مشرۍ كښې د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې د توان وزارت آډټ اعتراضاتو 2013-14ء جاج واخستلې شو۔ د يو آډټ اعتراض په مهال كمېټۍ ته ووئيلې شؤ چې د توان وزارت كښې كال 2013-14ء له د بېل كړې شوي رقم 40.32 فیصد برخه مصرف نه كړې شوه۔ د وزارت سېكتر عرفان علی كمېټۍ ته ووئيل چې كال 2013-14ء كښې د نوي حكومت راتللو لامله د ډوېلپمنټ سېکټر ډېرو پراجېكټونو بيا د سر نه جاج واخستلې شو چې په نتيجه كښې ئې دا رقم مصرف نه كړې شو۔ ده ووئيل آئیسکو، مېپکو، لېسکو او فېسکو كښې د نقصاناتو شرح ډېره كمه ده ولې حېسکو، ګېسکو او پېسکو كښې د نقصاناتو شرح زياته ده۔ ده ووئيل مونږ دا پالېسي جوړه كړې ده چې په كومو ډېسکوز كښې روان نقصانات د درې كلونو نه زيات دي د هغو مو كنكشنې قطع كړې دي۔ د غلا په ضد هم ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل كه د برېښنا بل زيات وي نو هغه په قسطونو كښې ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ اے اېم آئي ميټرز پلو روان يؤ۔ تر ټولو اول به دا پراجېكټ اسلام آباد كښې پیل كولې شي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال مو 18 بلین اضافی رقم ریکور كړې دې۔ ده ووئيل 75 فیصد داسې كورني صارفين دي كوم چې 300 یونټس كاروي۔ د پېپكو اېم ډي كمېټۍ ته ووئيل دا مهال د برېښنا صارفين ټول 29 ملین دي كومو كښې چې كورني صارفين 24.9 ملین دي۔ ده ووئيل د راروان كال ګرمۍ موسم كښې به د برېښنا پېداوار 26000 مېګاواټ ته ورسي۔ ده ووئيل تېر كال دا پېداوار 19000 مېګاواټ وو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں