پيښور 24جون (اے پی پی) د وزاعظم د غريبۍ ختمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټرثانیه نشتر وئيلي دي د احساس ایمرجنسی پروګرام ترمخه غريبانانو له د يو كوټلې نظام ترمخه روپۍ وركړے كيږي۔دې ووئيل احساس ایمرجنسی پروګرام كښې كه د كوم مستحق په حق ډهاكه واچولې شوه نو په ضد به ئې كاروائي كولې شي، كومو مستحقو كسانو ته چې يو ځل د موبائل فون د لارې پیغام ليږلے شوے او هغوي خپلې روپۍ نه وي ترلاسه كړي هغوي ته بيا هم میسجز ليږلې شوي دغسې چې هغوي خپل حق ترلاسه كړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې وړوكي لاهور صوابۍ كښې د احساس پروګرام ترمخه مستحقینو له د روپو وركولو او هغوي ته د پيښو ستونزو څخه ځان خبرولو نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د احساس ایمرجنسی پروګرام ضلع صوابی اسسټنټ ډائریكټرسجاد علی هم موجود ؤ۔ وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټرثانیه نشر احساس ایمرجنسی پروګرام اړوندو افسرانو او اهلكارو ته سپارښتنه وكړه چې مستحقو كسانو ته هيڅ ډول ستونزې ورمخې ته نه شي او نه د روپو وركولو كښې تاخیر وشي