اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی) وفاقی حكومت هيواد كښې د توان حاجت پوره كولو لپاره روان مالي كال 2020-21 كښې د سركاری څانګې پرمختيائي پروګرام پی اېس ډی پی كښې د داسو هائیډرو پاو منصوبې 2160 میګاواټ سټیج ون لپاره 80059.00 ملیونه روپۍ بيلې كړي۔ د اوبو وسائلو وزارت سركاری ذريعو له مخې حكومت هيواد كښې د توان حاجت پوره كولو لپاره د اوبو نوو پانګو جوړولو پريكړه كړې د٬ داسو هائیډرو پاو پراجیكټ سټیج ون جورېدو سره به 2160 میګا واټ برېښنا پیدا كېږي دغسې منصوبې لپاره روان مالی كال كښې 80056.00 ملیونه روپۍ بيلې كړې شوي ۔ په منصوبه د مجموعی لګښت اندازه 510980.200 ملیونه لګولې شوې ده