حکومت پولیس نظام كښې اصلاحات او سپكاوے کوونكو له د سختې سزا وركولو لپاره د فوځداری نظام لا ښه كولو لپاره چمتو دے ، سېنېټر فیصل جاوید

image

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د پاکستان تحریك انصاف سېنېټر فیصل جاوید وئيلي دي حکومت پولیس اصلاحات معارفي كولو سره سپكاوے کوونكو له د سختې سزا وركولو لپاره فوځداري نظام لا ښه كولو لپاره چمتو دے۔ د شورو په ورځ يو نجي ټوي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې سېنېټر فیصل جاوید ووئيل حکومت په كوټلې بل كار كوي او هغه به قامی اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل حکومت به دا بل منظوروي او بايد مخالفه ډله د دې مرسته وكړي۔ سېنېټر فیصل جاوید ووئيل مونږ د انصاف نظام كښې دې ډول اصلاحاتو ته ضرورت لرو جې ورسره به لږه موده كښې سزا وركول باوري شي۔ سېنېټر فیصل جاوید ووئيل حکومت هېواد كښې د جنسی تيرو مخنيوي لپاره سختې سزاګانې معارفي كوي۔ده ووئيل مونږ به پھ دې اړه قانون سازۍ كښې ښه والے راولو

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں