اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی)د متحده علماﺀ بورډ صدر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي (نن)د جمعې په ورځ به په ټول هېواد كښې د عظمت رسول٬اهلبېت او اصحاب ورځ لمانځلې شي۔د ستمبر په 6مه نېټھ به د دفاع ورځ په ملي جوش او جذبه لمانځلې شي٬په مسلمانانو هېوادونو كښې انشتهار راپېدا كول د نړيوال سازش برخه ده٬مونږ له به وېښ وسېدل وي۔ده دا خبرې د تحفظ ختم نبوت سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع نورو يو شمېر علماﺀ كرامو او مشرانو هم وېنا وكړه۔حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د مسلمانانو وحدت د الله په توحيد٬د حرمين اشريفين په تقدس د اهلبېت او اصحاب په احترام او د ختم نبوت د عقيدې په تحفظ كښې دے۔ده ووئيل دين اسلام كوم هم غېر مسلم په زور د مسلمان كولو قائل نه دے۔ده ووئيل پېغام پاكستان د ټول مكاتب فكر شريك دستاويز دے او د دې په رڼا كښې د قانون سازۍ ضرورت دے۔ده ووئيل په سويډن او ناروے كښې قرآن پاك سوځولے شي او د فرانس په مجله كښې بېرته د سپكاروي هاكې شائع كولې شي۔دا د نړيوال سازش برخه ده چې دغسې په اسلامي هېوادونو كښې انشتهار راپیدا كړے شي۔ده اعلان وكړو چې د ستمبر پھ 6مه نېټھ به د دفاع ورځ د پاكستان د وحدت او د استحكام ورځې په توګه لمانځلې شي