ګورنر چوهدري محمد سرور سره وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وليدل ۔ اپوزيشن احتسابي عمل ودرول غواړي ولې داسې به نه كېږي۔ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ چوهدري محمد سرور۔ د اپوزيشن له كوم احتجاج حكومت ته كومه خطره نشته۔ چوهدري فواد حسېن

image

لاهور۔27ستمبر (اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ګورنر هاؤس لاهور كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د سياسي او حكومتي چارو په شمول په نورو مهمو مسئلو خبرې وشوې۔ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور خپلو خبرو كښې ووئيل د حکومت او د پاكستان وسله والو ځواكونو په شمول ټولې ادارې په يو پېج دي۔ اپوزیشن احتسابی عمل بندول غواړي ولې داسې به نه كېږي۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال د كوم اړي ګړي او فساد متحمل كېدے نه شي۔ ده ووئيل سړكونو ته د راوتلو په ځائې دې اپوزيشن د پارلمان او جمهوريت مضبوطيا له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل عمران خان به د وزيراعظم په حېث خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ګورنر زياته كړه چې ملګرو ملتونو كښې عمران خان د كشميريانو مقدمه په بشپړه ډول وړاندې كړه۔ په فلسطيني اولس د اسرائيل ترهګري ورځ په ورځ سوا كېږي۔ نړۍ كښې امن له به د كشمير او فلسطين مسئله حل كول وي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل د اپوزيشن كوم احتجاج نه حكومت كومه خطره نه لري۔ ټول ټاكنې به كال 2023ء كښې كېږي او اپوزيشن به يو وارې بيا ناكامه شي۔ ده ووئيل حكومت كمزورې طبقې مضبوطولو له عملي ګامونه پورته كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں