اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت خپل كلين ګرين پاكستان پروګرام له مخې د كرونا وباء په مهال د ديهاړي مارو او خواري كښو معاشي تحفظ لپاره د ګرين روزګار وركولو پروګرام مخ په وړاندې بوتللے٬ د دې پروګرام له مخئ تر اوسه 85 زره ګرېن روزګار وركرے شوي۔دې دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ پھ اړه نورو وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت خپل كلين ګرين پاكستان پروګرام له مخې د كرونا وباء په مهال د ديهاړي مارو او خواري كښو معاشي تحفظ لپاره د ګرين روزګار وركولو پروګرام مخ په وړاندې بوتللے٬ د دې پروګرام له مخئ تر اوسه 85 زره ګرېن روزګار وركرے شوي۔ دې ووئيل د ماحوليات څانګه كښې پاكستان په دوه كالو كښې چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي په تېرو 70 كالو كښې مثال نه لري۔ دې ووئيل د زرعي څانګې موسمياتي بدلون څخه سمولو ٬ د ژمي انحطاط پذيرۍ لاره نيولو’ د استعمال وړ اوبو كچه زياتولو او ګرين روزګار معرفي كولو منصوبې هم په حكومتي كاميابو كښې شاملې دي۔ دې ووئيل پاكستان كلين اېنډ ګرېن جوړولو لپاره د وزيراعظم عمران خان مشن به جاري ساتو