د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر ټوېټ

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر وئېلي دي د بلاول بهټو زرداري پلار په ضد په نېب عدالتونو كښې د بدعنوانۍ ريفرنسز فائل شوي٬ هغه دې د سياسي انتقام كارډ په شا نه پټېږي۔د ګل په ورځ خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل بلاول بهټو زرداري امپورټډ ليډر دے٬د هغه لپاره په ځايې قوانين كښې ځينې اسباق شته٬د هغه د پلار په ضد نېب عدالتونو كښې د بدعنوانۍ ريفرنسز فائل شوي۔ده ووئيل هغه دې د سياسي انتقام كارډ شا ته نه پټېږي۔د پاكستان اولس او په خاص توګه د سندھ اولس د هغه د جرمونو ښكار دي۔ده ووئيل د سندھ خاص مرستيال او صلاحكار به كله خپلې اثاثې په ډاګه كړي بايد هغوي ته معلومه شي چې د وفاقي حكومت د صلاحكارو او خاص مرستيالو اثاثې څرګندې شوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں