د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د كوېډ -19 په اړه د احساس كېش د مرستې پېكج د دوهم قسط د اجرا د تيارۍ په اړه غونډه

image
APP50-03 ISLAMABAD: September 03 – Adviser to the Prime Minister on Finance and Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh heading a meeting with Special Assistant to the Prime Minister on Social Protection and Poverty Alleviation, Dr. Sania Nishtar. APP

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی)د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په غېر متوقع سختو حالاتو كښې د ټولنې د ډېر غريب او كمزور طبقو د خيال ساتلو په لړ كښې د غربت كمولو د ډويژن د هڅو ستائنه كړی او وئېلې يې دي چې د نغدې مرستې دوهم قسط لپاره به د كفالت پروګرام٬د ايمرجنسي كېش پروګرام د بانك سروس چارج په لړ كښې د حتمي مطلوبه فنډ د تفصيلاتو حل كولو په صورت كښې به فنانس ډويژن د سماجي تحفظ او د غربت د كمولو ډويژن هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم د سماجي تحفظ او غربت كمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره يوځاې د خزانې په وزارت كښې د كووېډ- 19 په اړه د احساس كېش د مرستې پیكج د دوهم قسط جاري كولو د تيارۍ په لړ كښې په شريكه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔پھ دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ته ووئيل چې د پروګرام په وړومبي پړاؤ كښې 1 لك 46 زره كورنيو ته د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركړی شوي دي كومې چې 175 ارب روپۍ جوړېږي۔هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د هداياتو په رڼا كښې به په دوهم پړاؤ كښې هغو خلكو سره اضافي نغده مرسته كولې شي كوم چې زيات ضرورت مند دي۔په دې موقع د خزانې صلاحكار ووئيل چې په غېر متوقع سختو حالاتو كښې د ټولنې د ډېر غريب او كمزور طبقو د خيال ساتلو په لړ كښې د غربت كمولو د ډويژن د هڅو ستائنه كړی او وئېلې يې دي چې د نغدې مرستې دوهم قسط لپاره به د كفالت پروګرام٬د ايمرجنسي كېش پروګرام د بانك سروس چارج په لړ كښې د حتمي مطلوبه فنډ د تفصيلاتو حل كولو په صورت كښې به فنانس ډويژن د سماجي تحفظ او د غربت د كمولو ډويژن هر ډول ممكنه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں