اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خاص اقتصادي زونز پحقله د بورډ آف اپروولز (بي او اے) شپږمه غونډه د شورو په ورځ شوې۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيرانو د (وېډیو لنك)د لارې او د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ ٬ وفاقي وزير حماد اظهر، تجارت لپاره د وزیراعظم صلاحكار عبدالرزاق داﺅد، قامي خزانې لپاره د وزیراعظم صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شيخ ٬ د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمين او نورو ګډون كولو۔غونډه پi خاص اقتصادي زونز كښې د ډوېلپرز٬شريك ډویلپرز او زون انټر پرائزز لپاره د بيلو مراعاتو څخه خبر كړې شوه۔ غونډې د درېو خصوصی اقتصادی زونز منظوری وركړه چې پكښې نيشنل سائنس اینډ ټیکنالوجی پارك اسلام آباد، جے ډبلیو۔اېس ای زیډ چائنه پاکستان اېس ای زیډ، رائیونډ پنجاب، دھابیجی اېس ای زیډ سندھ شامل دي، دغسې د خصوصی اقتصادی زونز مجموعی شميره 20 ته رسيدلې ۔ د اېس ای زیډ زون انټر پرائز ایډميشن او پلاټ ریګولیشنز 2020ء خرڅولو په اړه دا پريكړه وشوه چې نور مشاورت به په يوه مياشت كښې بشپړولې شي او په رارانه مياشت كښې به تجاویز راوړلې شي۔ غونډې د اپروولز کميټۍ لپاره د نجي څانګې دوه غړو تقرری په اړه د يو تجویز منظوری هم وركړه كوم به چې د خصوصی اقتصادی زونز بورډ آف اپروولز جوړولو كښې شامل وي۔