اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل د نهې په ورځ ملاقات كړے۔د سندھ اسمبلۍ غړي حليم عادل شېخ او سېف الله نيازي هم په دې مهال موجود وو۔د وزيراعظم مېډيا آفس د اړخه جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان پشمول كے فور پروژه عملدرآمد په اړه په چارو خبرې وشوې۔د سندھ ګورنر ووئيل د سندھ صوبې او په خاص توګه د كراچۍ اولس د وزيراعظم عمران خان د صوبې پرمختګ او څوكالۍ په حقله هلې ځلې ستائي۔وزيراعظم د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او عادل شېخ ته سپارښتنه كړې چې د سندھ صوبې سېلاب ځپليو سيمو كښې د اولس حاجت پوره كولو په حقله هر ممكن اقدامات وكړي