پېښور ۔12 اکتوبر(اے پی پی)په پاك افغان پوله طورخم د پيازو او ټماټرو ټركونه په وخت كليئر كولے شي۔ دا مهال په پوله د پيازو او ټماټرو كوم ټرك كليئرنس له نه دے ولاړ ۔ دا خبره كسټم چارواكو په دې اړه ځينو ورځپاڼو كښې د خپور شوي خبر د سپيناوي بيان كښې كړې۔ د چارواكو له مخې په تېرو لسو ورځو كښې د 27000 ټنه پيازو راوړونكي 708 ګاډي او 22 زره ټنه ټماټر راوړونكي 648 ګاډي كليئر كړې شوي ۔ د كسټم چارواكو له مخې د خرابېدونكو خوراك څيزونو كليئرنس هم په هغه ورځ كېږي۔ دا مهال ماركيټ كښې پياز او ټماټر او نورې سبزيانې په زيات مقدار موجود دي۔ د ضلعي انتظاميې له مخې ماركيټ كښې كلو پياز په 70/80 روپۍ ترلاسه كېږي او بيعه لا هم كېږي ۔