پاکستان خپلو ملګرو هېوادونو سره شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره هڅې كوي٬ پاكستان منطقه كښې د امن او استحكام زياتولو لپاره خپلې هلې ځلې مخ په وړاندې بيائې۔ صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان خپلو ملګرو هېوادونو سره شريكې اړيكې لا قوي كولو له هڅې كوي٬ پاكستان منطقه كښې د امن او استحكام زياتولو لپاره خپلې هلې ځلې مخ په وړاندې بيائې ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې صدر دا خبرې د برازيل ، ډنمارك ، سويډن ، يونان ، هنګري او يوکرائن نومولې شوو سفيرانو سره كړې چا چې اولس مشر سره په يوه دستوره كښې ملاقات كولو او خپل سفارتي اسناد ئې صدر ته وړاندي كړل۔ صدر ډاکټر عارف علوي نوو سفيرانو ته مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې نامزد سفيران به شريكو معاشي، سياسي، كلتوري او د سفارتي اړيكو پشمول ټولو څانګو كښې شته اړيكې لا قوي كړي۔ صدر ووئيل پاکستان د شريكې خوښې په څانګو كښې ټولو دوستانو هېوادونو سره اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ صدر سفيران د حكومت د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ په اړه هم خبر كړل چې په سوب ئې د كووېډ-19 لاره نيولو له مرسته ترلاسه شوې۔ ده ووئيل پاكستان منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره هڅې كوي۔ صدر د هند لخوا په مقبوضه جمو و كشمير كښې د مسلمانانو د بشري حقونو خلاف ورزۍ هم رامخې ته كړې۔ ده ووئيل هند په اقليتونو ظلمونه كوي او د ترهګرۍ راج ئې هلته مسلط كړے۔ صدر مملکت د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې ھغوي د هند امنيتي ځواكونه لخوا د مسلمانانو او په نورو اقليتونو د ظلمونو نوټس واخلي۔ په دې موقع نومولې شوو سفيرانو صدر سره جلا جلا هم وليدل۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں