ټول ګونديز کنفرنس يوه ډرامه وه، اپوزېشن دې قامی ادارې په سیاست كښې د شاملولو څخه ډډه وكړي۔ د وفاقی وزیر فیصل واؤډا نجی ټی وی سره خبرې

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پی پی) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر فیصل واؤډا د اپوزیشن ټول ګونديز کنفرنس (اے پی سی) يوه ډرامه ګرځولو سره وئيلي دي اپوزیشن دې ریاستی ادارې په سیاست كښې د شاملولو څخه ډډه وكړي۔ده دا خبره د يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ فیصل واؤډا د اپوزیشن د اړخه د پوځ او نیب پشمول د ریاستی ادارو په نښه كولو سخت تنقید وكړو،ده ووئيل د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) قیادت خپلې ذاتي ګټې ته پام لرنه كوي بايد هغوي د قامی ګټې په خاطر د قامی ادارو احترام وكړي۔ ده ووئيل د اپوزیشن اتحاد هېواد لپاره نه بلکه خپل ځان بچ كولو لپاره دے،اپوزیشن د مسلم لیګ (ن) نائب صدرې مریم نواز شریف بهر ته د ليږلو اجازې لپاره سياست كوي خو هغې ته بهر هېواد ته د تللو اجازه به ورنه كړې شي۔ده د افسوس څرګندونه وكړه چې عدالتی مفرور نواز شریف لندن كښې په سياسي هلو ځلو كښې برخې اخستو لپاره صحتمند دے خو عدالتونو ته د وړاندې كيدو لپاره هېواد ته نه شي راتللے

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں