پاکستان به مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند ظلمونه او د جارحیت معامله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشن كښې پورته كوي،خارجه وزير شاہ محمود قریشی

image

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاکستان به د هند غیر قانونی مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند ظلمونه او د جارحیت معامله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشن كښې پورته كوي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د بشري حقونو کمیشن کونسل بيا ټاكنې مونږ له په دې لړ كښې يوه ښه موقع راكړې۔شاہ محمود قریشی ووئيل د هند غیر قانونی مقبوضه جمو او کشمیر كښې ظلم روان دے، او هلته د مواصلات د بنديز پشمول د بيلو حربو د لارې د وګړو غږ ته د زيان رسولو هڅې روانې دي ۔ده ووئيل هند آزاد مبصرینو له د مقبوضه سيمې دورې كولو اجازه نه وركوي، لهذا د کشمیریانو غږ پورته كولو لپاره د بشري حقونو كونسل يو مؤثره فورم دے۔ خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د مظلومه کشمیریانو د خپلواكۍ حق له اخلاقی ، سفارتی او سیاسی مرسته روانه ساتي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل كښې زمونږ دويم ترجیحات نړۍ د اسلامو فوبیا په اړه د پيښو خطرو نه خبرول دي او د مسلمانانو مسئلې رامخې ته كول دي۔دې څخه وړاندې خارجه وزير په خپل يو بيان كښې د حقونو کونسل په ټاكنو كښې د پاکستان په ښه سفارتی کامیابی ټول قام له مبارکي وركولو سره ووئيل نن ټوله نړۍ د پاکستان کردار ته د قدر په سترګه ګوري۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل پاکستان ته په سفارتی ډګر ښه کامیابی ترلاسه شوې۔ پاکستان په واضحه كاميابۍ د بشري حقونو کونسل بيا غړے منتخب شوے او په 191 كښې پاکستان 169 ووټونه ترلاسه كړي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په ټاكنو كښې هر يو ریجن څخه پاکستان ته مرسته ترلاسه شوي،اثر لرونكو او لويو هيوادونو هم د پاکستان ملګرتيا كړې دغسې پرمختګ كوونكو هيوادونو هم پاکستان له ووټ وركړے۔ دغسې خارجه وزير په ملګرتيا كولو د ټولو هيوادونو مننه وكړه ۔ ده ووئيل نن د پاکستان کردار ته نړۍ د قدر په سترګه ګوري او د پاکستان په کریډینشل كښې ښه اضافه شوې، شاہ محمودقریشی ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزی زياتې شوي او په داسې حالاتو كښې د دې ادارې برخه ګرځيدل لويه کامیابی ده۔په دې ټاكنو كښې د ملاتړ ترلاسه كولو لپاره وزیراعظم عمران خان د بيلو هيوادونو مشرانو ته خطونه ليكلي وؤ۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل ما د خارجه وزير په هيڅ د بيلو هيوادونو خارجه وزيرانو سره رابطې كړې وې

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں