د سختو بارانونو ٬ واورې ورېدو او د واورو كمرو رالوېدو له امله ځپلي شوو سيمو كښې خېمې٬ كمبلې ٬ ترپالونه ٬ خوراك او د ګرمو جامو پشمول ضروري څيزونه وركړې شول

image

اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) آزاد جمو و كشمير، بلوچستان، ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا كښې د سختو بارانونو٬ واورې ورېدو او د واورو كمرو رالوېدو له امله ځپلې سيمو كښې 1957 خېمې٬ 1250 كمبلې ٬ 250 ترپالونه ٬ 12 ټن خوراك ٬ 2250 د درۍ، 150 شيټس، 550 سولر لائټس، 100 كچن سېټس، 150 بړستنې او د ګرمو جامو پشمول ضروري څيزونه وركړې شوي٬ په دې پېښو كښې 100 كسان مړه او 90 ژوبل شوي٬ ځپليو سيمو كښې سترې لارې بندې دي ۔ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د شورو په ورځ ځپليو ته د وركړې شوي مرستې شمېره جاري كړې۔ د راپور له مخې ځپلي سيمو كښې 1957 خېمې٬ 1250 كمبلې ٬ 250 ترپالونه ٬ 12 ټن راشن٬ 2250 درې ، 150 شيټس، 550 سولر لائټس، 100 كچن سېټس، 150 بړستنې او د ګرمو جامو پشمول ضروري څيزونه وركړې شوي ٬ د دې نه علاوه 250 طبي كټس ٬ 50 لاټېنونه٬ 60 ټنه مالګه او 800 ليټره د څښلو اوبه هم شاملې دي۔ راپور له مخې نيلم ويلي كښې د مرستې لپاره درې نورې چورلكې هم لېږلې شوي۔ راپور له مخئ خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و كشمير او د ګلګت بلتستان په سيمه كښې د واورې ورېدو له امله قېمتي ځاني او مالي زيان شوې او دغسې په نيلم وېلي كښې د واورو كمرې رالوېدو له امله په آزاد جمو و كشمير كښې 76 كسان مړه او 53 ژوبل شوي٬ په بلو

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں