پاکستان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي، افغانستان كښې امن سره به تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنه ممكنه شي

image

ډیووس 22 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي، افغانستان كښې امن سره به تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنه ممكنه شي، سعودی او ایران ترمينځه تاؤ ترېښوالې كمولو له كردار ترسره كوو،حکومت د معیشت قوي كولو او نيغ په نيغه غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو په تګلاره عمل كوي،مونږ کرنسی مستحکمه کړې او کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده کمی كړې شوې ،غیر ملکی سرمایه کارو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي، د پاکستان خاوره د ځينو پخوانو تهذہبونو مسکن ده ، سېلګرۍ له وده وركولو سره د هېواد معیشت پرمختګ كولې شي، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د پاکستان ستراتيجكي ډائیلاګ ته خطاب کښې وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل د افغان جنګ له امله زمونږ پھ ټولنه كښې د كلاشنكوپ كلتور پيدا شوي، پاکستان په افغانستان كښې د امن لپاره د امریکې سره په ګډه كار كوي۔ افغانستان كښې امن سره به د پاکستان تر مينځني اسياﺀ رسنه ممكنه شي۔ ده ووئېل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې مالي او ځاني قرباني وركړي۔ده ووئيل پاکستان كښې امن سره به تر ټولو زياته ګټه د سېلګرۍ څانګې ته ورسي ځكه چې د پاکستان خاوره د ځينې پخوانو تهذیبونو مسکن ده او پاکستان كښې د سېلګرۍ ځينې داسې ځايونه شته چرته چې نړۍ پام نه دې ك، مونږ ته معلومه ده چې سېلګرۍ ته وده وركولو سره د هېواد معشیت پرمختګ كولې شي۔ ده ووئيل د پاکستان زياتره آبادی په ځوانانو مشتمله ده۔ د 60ء لسيزه كښې د پاکستان معیشت تندۍ سره پرمختګ كولو ٬خو د 70ء په لسيزه كښې په زياتره ادارو د سرمایه كارو باور ختم شوې ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د سعودي او ایران ترمينځه تاؤ ترېښوالې كمولو له خپل کردار ترسره كړې، مونږ هڅې كوو چې سعودي او ایران سره اړيكې ښې كړو۔ ده ووئيل وړومبې مونږ خپله کرنسی مستحکمه کړې او بيا کرنټ اکاؤنټ خساره كمولو ته پام لرنه شوې او د کرنټ اکاؤنټ خساره كښې 75 فیصده كمې راغلې۔ ده ووئيل زرعی او صنعتی څانګې پرمختګ له ګامونه پورته كوو ٬ غیر ملکی سرمایه کارۍ زياتولو لپاره غیر ملکی کمپنیو له په زړه پورې مراعات وركړې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د اوسپنې ،سرو زرو او د نورو معدنیاتو پانګې شته كومې كارولو لپاره چې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں