پېنډي 04 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه كهاريان سره نزدې د تربيتي سيمې دوره كړې او هلته ئې د انټرنشنل پاكستان آرمي ټيم سپرټ د مقابلو مشاهده كړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې په دې مقابلو كښې د كراچۍ كور وړومبې٬ د ملتان كور دوېم او د پېنډۍ كور درېم پوزيشن ترلاسه كړې او تركيه په نړيوالو ډلو كښې ګولډ مېډل ترلاسه كړې٬ د سعودي عرب، سري لنکا او او سوئيلي افريقې ډلو له سلور مېډلز وركړې شوي٬ د پاك فضائي ډلې د پيتلو تمغه ترلاسه كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل دا ډول مقابلو او د ښو تجربو تبادلو سره به د جنګ كولو پوهه بهترېږي او د ګډون كوٶنكو هېوادونو د پوځ تربيي له به مرسته ترلاسه شي۔ ده د مقابلو په كاميابۍ بشپړولو ګډون كوٶنكو ته هم مباركي وركړه ۔ ده ووئيل تربيه او ټيم ورك د هر عسكر په ورمخې ته چېلنجونو قابو موندلو له اول ګام وي ٬ هر يو كس له سمدستي توګه ځواب وركولو كښې په جسماني او ذهني توګه فټ پاتې كېدل پكار د او٬ په سخته كښې ايثار او د وطن د مينې جذبه پوځ قوي