د سېنېټ چیئرمېن سره د تیونس او ایران سفیرانو وليدل

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د تیونس او ایران سفیرانو د جمعې په ورځ جلا جلا ملاقات كړې ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ،شريك اهميت په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ د سېنېټ سیكټريټ له مخې د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د تیونس سفیر بْرھان الكامِل سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان تیونس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل ګوادر د پاكستان يو ښه پورټ سټی دې۔ تیونس سرمایه كار ګوادر كښې د موجوده سرمایه كارۍ څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمایه كارۍ ښه چاپيرچل دې۔ د پارلمانی پلاويو تګ راتګ ، تجارتی او اقتصادی رابطو لا زياتولو ته اړتيا ده۔د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د ایران سفیر سید محمد علی حسینی سره په خپلو خبرو كښې ووئيل كرونا وائرس نړيواله مسئله جوړه شوي۔ده ووئيل ایران كښې د كرونا وائرس له امله په شوې زيان دړديدلې يو۔ د ایران حكومت او اړوندو ادارو په وائرس قابو موندلو هلې ځلې د ستائنې وړ دي۔

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں