زمونږ څلورو واړو ګاونډيانو هېوادونو كښې د کرونا وائرس کیسونه رامخې ته شوي ‘وفاقی حکومت د صوبائی حکومت سره پھ ګډه په قامی ایکشن پلان عملدرآمد باوري كوي

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي زمونږ څلورو واړو ګاونډيانو هېوادونو كښې د کرونا وائرس کیسونه رامخې ته شوي ‘وفاقی حکومت د صوبائی حکومت سره پھ ګډه په قامی ایکشن پلان عملدرآمد باوري كوي’ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د کابینې غړي او پارلماني غړي په ګډه د کرونا وائرس مخنيوي له لوظي دي۔ د جمعې په ورځ د ډاکټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې د نړيوالو ادارو نمائندګانو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د قامې روغتيا وفاقی سیکتر ډاکټر سید توقیر شاہ ‘د روغتيا قامی ادارې ایګزیکټو ډائریکټر ‘پاكستان كښې د روغتيا نړيوالې ادارې نمائندہ ډاکټر پلیتھا ماهی پالا هم ګډون وكړو دغسې پھ غونډه كښې د 21 نړيوالو ادارو نمائندګانو هم ګډون كولو۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا د کرونا وائرس مخنيوي لپاره د انتظامات په اړه بریفنګ وركړو۔ ده ووئيل زمونږ څلورو واړو ګاونډيانو هېوادونو كښې د کرونا وائرس کیسونه رامخې ته دي’وفاقی حکومت د صوبائی حکومت سره پھ ګډه په قامی ایکشن پلان عملدرآمد باوري كوي’وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د کابینې غړي او پارلماني غړي په ګډه د کرونا وائرس مخنيوي له لوظي دي۔ ده ووئيل د اولس تحفظ كول د حکومت ذمه واري ده او دې لپاره ټول وسائل كارولې كېږي۔ ډاکټر ظفر مرزا ووئيل ټول هېواد كښې د ډی اېس آر یو نظام په ټولو ضلعو كښې د زياتولو پريكړه شوي۔ پاکستان كښې تر اوسه 6 كيسونه راپور شوي۔ده ووئيل مونږ په وخت ټول ضروری اقدامات باوري كړي’ د نړيوالو ادارو نمائندګانو د پاکستان اقدامات او انتظامات ستائلې دغسې د نړيوالو ادارو نمائندګانو په دې چیلنج قابو موندلو له د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں