د قومي اسمبلۍ د درې قائمه كمېټيو او يوې سب كمېټۍ غونډه نن كېږي

image

اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د درې قائمه كمېټيو او يوې سب كمېټۍ غونډه نن د جمعې په ورځ كېږي۔ د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې قائمه كمېټۍ غونډه به د قومي اسمبلۍ غړي نجيب الدين اوېسي په مشرۍ كښې نېشنل لائبرېرۍ اسلام آباد ٬ د خزانې ٬ ريونيو او اقتصادي چارو قائمه كمېټۍ غونډه به د قومي اسمبلۍ غړي فېض الله په مشرۍ كښې د نېشنل بنك هېډكوارټر كراچۍ او د آبي وسائلو قائمه كمېټۍ غونډه به د قومي اسمبلۍ غړي نواب محمد يوسف تالپور په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ دغسې د نېشنل فوډ سېكورټي او ريسرچ قائمه كمېټۍ غونډه به د قومي اسمبلۍ غړي کنوینئر چوهدری محمد اشرف په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں