لوبې د زده كوؤنكو كردار جوړولو له ډېرې مهمې دي۔ زده كوؤنكي زده كړو سره سره بايد غېر نصابي هلو ځلو او په خاص توګه د لوبو سيالو كښې هم جوش او جذبې سره برخه واخلي۔ شهریار خان آفریدی

image

اسلام آباد ۔ 7 مارچ (اے پی پی)دوهم وزيرشهريار خان آفريدي وئيلي دي لوبې د زده كوؤنكو كردار جوړولو له ډېرې مهمې دي۔ زده كوؤنكي زده كړو سره سره بايد غېر نصابي هلو ځلو او په خاص توګه د لوبو سيالو كښې هم جوش او جذبې سره برخه واخلي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د تعليمي ادارې اساس انټرنېشنل كلنې ”سپورټس ډے” مناسبت سره دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د دستورې پېل د كلام پاك تلاوت ٬ نعت رسول مقبول (ص) او قامي سرود څخه وكړې شو۔ ټولو زده كوؤنكو دې دستوره كښې برخه اخستو سره خپل كردار په زړه پورې ډول ترسره كړو۔ دستوره كښې د خصوصي كوچنيانو انفرادي او اجتماعي پرفارمنس د ګډون كوؤنكو پام ځان پلو وګرځولو۔ د دستورې په پايه كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته مېډلې ٬ ټرافۍ او سندونه وركړې شول۔ په دې مهال خاص مېلمه دوهم وزير شهريار خان افريدي د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئيل لوبې د انسان كردار جوړولو له ډېرې مهمې دي ځكه زده كوؤنكي دې د زده كړو سره سره غېر نصابي هلو ځلو كښې هم شوق سره برخه اخلي۔ ده په كاميابه دستوره كولو ټولو ډائرېكټرانو او پرنسپل تبسم آر نثار ته مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں