اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل مجاهد انور خان د سري لنكا د دفاع دوهم وزير چمل راجه پاكسے سره ملاقات كړے. د خالي په ورځ د پاك فضائيه لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د پاك فضائيه مشر سري لنكا سره د دفاع په بېلا بېلو څانګو كښې د بشپړه مرستې كولو د عزم څرګندونه كړې. دواړو شخصياتو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو دوه ارخيزه اريكو د لا مستحكم كولو په اقداماتو اتفاق كړے. د پاك فضائيه مشر د سري لنكا د بحريه كمانډر وائس اېډمرل پيال ډي سلوا سره هم د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه دفاعي مرسته او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي. د دې څخه وړاندې د بحريه هېډكوارټرز ته په رسېدو د سري لنكا چټك ډلې د پاك فضائيه مشر ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو.