د پاكستان سمندري ځواك د هر ډول صورتحال مخنيوي له هر وخت چمتو او ويخ ولاړ دے۔ اېډمرل ايډمرل ظفر محمود عباسي

image

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) د پاكستان سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي په مشرۍ كښې كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس كښې د دې عزم پخلې شوې چې د پاكستان سمندري ځواك د هر ډول صورتحال مخنيوي له هر وخت چمتو او ويخ ولاړ دے۔ د نېوي وياند له مخئ كنفرنس په اسلام آباد كښې د اېډمرل ظفر محمود عباسي په مشرۍ كښې شوې۔ په كنفرنس كښې د منطقې په صورتحال ٬ د پاك بحريې په اپرېشنل تيارو٬ د پرمختيائي منصوبو او د نورو چارو جاج واخستلې شو۔ په دې موقع اېډمرل ظفر محمود عباسي ته د پاك بحريې په روانو او د سباٶن په منصوبو برېفنګ هم وركړې شو۔ نېول چيف د پاك بحريه په اپرېشنل چكتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په کمانډ اېنډ سټاف کنفرنس كښې د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو د ملاتړ هم پخلې وكړو

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں