د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قاچاق مخنيوي، ذخيرہ كوونكو او د ملخانو خاتمې په حقله د جاج اغستو غونډه

image

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي قاچاق د هېواد معيشت لپاره ناسور دے ، د ذخيرہ كوٶنكو او ناجائزه ګټه كوونكو په ضد سخته كاروائي ضروري ده، د دې مخنيوي لپاره دې د اسخباراتي اېجنسو خدمات ترلاسه كړئ شي، صوبو سره دې مشاورت لا موثر كړې شي،د ملخانو د راتګ مخ نيوې او د دې بشپړه خاتمې لپاره دې چمتوالې ونيولې شي، په دې لړ كښې به فنډز وركول باوري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د قاچاق مخنيوي، ذخيرہ كوٶنكو او د ملخانو خاتمې په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ کولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې داخله وزير بريګيډيئر(ر) اعجاز شاہ، د نېشنل فوډ سكېورټي وفاقي وزير سيد فخر امام، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټننټ جنرل محمد افضل او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د قاچاق مخنيوي او د ذخيره كوٶنكو په ضد د كرېك ډاٶن، په خاص توګه د ذخيرہ اندوزۍ په ضد د معرفي كېدونكي آرډيننس په سوب نور اقدامات لكه د پولو سېل كېدو له امله په قاچاق كښې د كمې په اړه ګدون كوٶنكو ته بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته ووئيل قاچاق د هېواد معيشت لپاره ناسور دے ، دغسې د ذخيرہ كوٶنكو او ناجائزه ګټه كوونكو په ضد سخته كاروائي ضروري ده، ۔ ده ووئيل په دا ډول هلو ځلو كښې ككړ كسان دې په ګوته كولو سره قانون ته مخامخ كړې او سختې سزاګانې دې وركړې شي دغسې چې د دې رويې حوصله ماته شي ۔ ده ووئيل د قاچاق او ذخيره اندوزۍ له امله د څيزونو د مصنوعي قلت او په بيعه كښئ د ناجائزه اضافې بوجه بې وسه اولس برداشت كوي۔ ده ووئيل د دې مخنيوي لپاره دې د اسخباراتي اېجنسو خدمات ترلاسه كړې شي، وزيراعظم ووئيل اړوند څانګې دې خپل ايماندار او فرض شناس افسران په ھغه ځايونو اولګوي چرته چې د قاچاق او ذخيرہ اندوزۍ اندېښنه وي۔ ده ووئيل صوبو سره دې مشاورت لا موثر كړې شي٬ د صورتحال دې د هرې ورځې په بنياد مانيټرنګ وكړې شي او هر ډول انتظاميي خنډان دې ولاړېدو ته پرې نه ښودې شي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو ته په هېواد كښئ د غمنو وركولو ، راتلونكي كال لپاره د غنمو اغستو هدف ، كروندګرو ته د باردانې وركولو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ فخرامام غونډې ته ووئيل د پاسکو او پنجاب حکومت د غنمو ترلاسه كولو لپاره په وخت اقدامات جاري دي او په دې لړ كښې د نورو صوبو د غنمو اغستو لپاره موثره اقداماتو ته اړتيا ده ٬ تېر كال 40 لكه ټنه غنم اغستې شوي وو او د سږ كال هدف 82 لکه ټنه دے، د غنمو ترلاسه اغستو په اړه بيړي كولو ته اړتيا ده خو د اوسنو بارانونو له امله ستونزې رامخې ته دي۔ وزيراعظم د غنمو هدف په وخت سر كولو او هېواد كښې د غنمو او اوړو اولس ته ورسول په هر صورت ممكنه كولو لپاره د يو جامع او موثره لائحې په ضرورت زور رواړو۔ ګډون كوٶنكي د ملخانو خاتمې په اړه په هېواد كښې د جاري اېمرجنسۍ تر مخه د شوو اقداماتو او د سباٶن د لائحې نه خبر كړې شول۔ په غونډه كښې د ملخانو خاتمې لپاره په صحراګانو كښې د الوتكو او په پټو كښې د مشينانو د لارې د سپرے په اړه په معاملو هم تفصيلي غور اوشو۔ غونډې ته ووئيل شول د ملخانو خاتمې لپاره چين څخه الوتكې او مشينري راغوښتلې شوې خو په دې لړ كښې نورې الوتكې او مشينان پكار دي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د كرونا نه پس ملخان د هېواد لويه مسئله وګرځوله او ده ووئيل د ملخانو په راتګ قابو موندل او د دې بشپړه خاتمې لپاره دې چمتوالې ونيول شي۔

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں