اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) ټول هيواد كښې د كرونا وائرس تصدیق شوو كیسونو شميره 1123 ته رسيدلې ده ، هيواد كښې د كرونا وائرس له امله دا مهال د ښو شوو كسانو شرح 0.7 فیصده ،د مرګ شرح 1.9 فیصده ده۔ د زيارت په ورځ نیشنل كرونا كمانډ اینډ كنټرول سینټر نوې شميرې جاري كړې كومو كښې چې وئيلي شوې پنجاب كښې نور 17 كيسونه رامخې ته شوي او دې نه پس په پنجاب كښې د كرونا وائرس كيسونو شميره 340 ته رسيدلې ده۔ سندھ كښې 417، بلوچستان كښې 131 كرونا وائرس كيسونه رامخې ته شوي۔ ګلګت بلتستان كښې د كرونا وائرس كیسونو شميره 84 ته رسيدلې ، خیبرپښتونخوا كښې 121 او اسلام آباد كښې 25 ته رسيدلې ده۔ كمانډ اینډ كنټرول سینټر وئيلي دي د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي 21 رنځوران ښه شوي، سندھ كښې 14، پنجاب كښې 3 دغسې په اسلام آباد او كے پی كے كښې دوه ٬ دوه رونځوران ښه شوي۔ د كرونا وائرس له امله تر اوسه 8 كسان مړه شوي ، كے پی كے كښې 3، پنجاب كښې 2 دغسې سندھ، ګلګت او بلوچستان كښې يو ٬ يو رنځور مړ شوې۔ټول هيواد كښې د كرونا وائرس 1094 رنځوران په روغتونونو كښې بستر دي