يوازې دوه ورځو كښې د كورونا كېسونو كښې د زر نه زياتو رنځورانو زياتېدل د اندېښنې وړ دي۔ آفتاب احمد خان شېرپاؤ

image

اسلام آباد ۔ 18 اپرېل (اے پی پی) د قومی وطن پارټی مشر او پخواني وفاقي وزير آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي يوازې دوه ورځو كښې د كورونو كېسونو كښې د زر رنځورانو زياتېدل د اندېښنې وړ خبره ده۔ اولس له به دا د خطر وړ زياتوالې نظر كښې نيولو سره سماجي فاصله اختيارولو سره سره په احتياطي تدبيرونو په بشپړه توګه عمل كول وي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل دا وخت د قامي يووالي دې۔ د ټولو سياسي ګوندونو مقصد د انسانيت خذمت دے۔ په روانه وضعه كښې خطره ده چې د وفاق او صوبو ترمينځھ پالېسيو كښې تضاد سره صورتحال لا خراب نه شي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں