د وزیراعظم آفس ټویټر اکاؤنټ څخه جاري پیغام

image

اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) هيواد كښې د لاك ډاون صورتحال كښې پرله پسې نرمي كيږي، وګړي دې مارکیټ او بازارونو كښې د يو ذمه وار وګړي كردار ترسره كړي، د حکومت د اړخه جاری کړي احتیاطی تدابیر عمل کولو سره خپل ځان هم محفوظ اوساتې او نور هم۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس ټویټر اکاؤنټ څخه جاري پیغام كښې وئيلي شوي د کورونا وائرس ترمخه په ځينې احتیاطی تدابیر عمل کول ضروری دي۔ دکانداران دې انفرا ریډ تھرمویټرز د لارې د وګړو ټمپریچر چیك كول نه هيروي، د سټورونو په داخلی لارو د هينډ سینی ټائزرز شته والې باوري كړئ،دغسې صارفینو لپاره د ماسك استعمال لازمي دے، سماجی فاصلې برقرار ساتلو لپاره دې په سټورونو كښې ضروری انتظامات وكړې شي۔ پیغام له مخې په سټورونو كښې موجود ټرالۍ دې جراثیم څخه پاكې كړې شي، د سټورونو ملازمانو لپاره ماسك او ګلوز استعمال دې باوري كړې شي، دغسې د سټورونو د صفائی دې هم خاص خیال وساتلې شي۔پېغام كښې وئېلې شوي ځان هم محفوظ اوساتې او نور هم

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں