نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر كښې ټولو شراكتدارو د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي او د اولس د ځان تحفظ له په ټولو چارو بشپړ بحث كولو او د صورتحال تجزيې نه وروستو خپل سفارشات قامي رابطه كمېټۍ ته اولېږل

image

اسلام آباد ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر كښې ټولو شراكتدارو د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي او د اولس د ځان تحفظ له په ټولو چارو بشپړ بحث كولو نه پس د صورتحال تجزيې نه وروستو خپل سفارشات قامي رابطه كمېټۍ ته لېږلې دي۔ د اېن سي او سي له مخې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د نهې په ورځ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر كښې غونډه وشوه۔ د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم ، د سندھ ، بلوچستان ، ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو او د پنجاب او خېبر پختونخوا چيف سېكټريز د وېډيو لنك د لارې او داخله وزير برېګیډئر(ر) اعجاز احمد شاہ ، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير محمد حماد اظهر ، د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير خسرو بختیار ، د غذائي تحفظ وفاقی وزیر فخر امام ، د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص مرستيال معید یوسف ، د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د تجارت خاص مرستيال عبد الرزاق داود اېن سی او سی كښې برېفنګ كښې ګډون وكړو۔ فورم د صنعت څانګې له خپلو سفارشاتو كښې ووئيل صنعتونو له د كار اجازه كښې د نرمۍ وركولو په صورت به د کرونا وائرس مخ نيو په ګائیډ لائنز او اېس او پی د بشپړ عمل درآمد ذمه واري د آجر وي۔ د روژې مباركې مياشتې تراويح لمونځ ٬ د جماعت لمونځ ٬ پېشنمي ٬ روژه ماتې ٬ د شمتندو حضراتو لخوا د څيزونو وېش او د رمضان خاص بازارونو په اړه دې داخله وزارت علماﺀ كرامو سره مشاورت كولو نه وروستو حتمي لائحه جوړه كړي۔ په ځائي توګه د مصنوعاتو جوړولو په لړ كښې پاکستان انجنیئرنګ کونسل د 5 قسمه وېنټیلېټرز په جوړولو كار كوي۔ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت د ډرېپ او نسټ په 36 ساعتو كښې د ټېسټ كټ جوړولو صلاحيت لري۔ د رېلوے په حقله ووئيلې شؤل د پاكستان رېلوے 7 ټرېنونه روغتونونه / 26 آئیسولېشن وارډونه ګرځولې شوي ۔ د كورونا وائرس ځپليو له د پاکستان رېلوے 12 لوئې روغتونونه او 36 ډسپنسرۍ دې مقصد لپاره موجود دي۔ د ائیر ټرېفک په اړه خپلو سفارشاتو كښې ووئيلې شؤل راتلونكو درېو اونيو كښې 1950 مسافر هېواد ته راروان دي۔ كه يوه اونۍ كښې 8 زره پاكستانيان هېواد ته راوستلې شي نو بهر هېوادونو كښې د ايسارو شوو پاكستانيانو هېواد ته راوړلو له به درې اونيو ته اړتيا وي۔ بهر هېوادونو څخه راتلونكي پاكستانيان به د وضعه كړې شوې اېس او پي له مخې خاص مودې له قرنطينه ته لېږلې شي۔ د پاكستان پولو په اړه ووئيل شول د پخوانۍ مودې ختمېدو څخه وروستو داخله وزارت د هېواد د ټولو پولو راروانو دوو اونيو له د بندولو نوټيفكېشن جاري كړې ۔ واهګه باډر به تر 29 اپرېل ‘ افغانستان او ایران بارډر به تر 26 اپرېل او کرتار پور راهداری به تر 24 اپرېل بنده ساتلې شي۔ فورم د کووېډ 19 په اړه خپل دا سفارشات منظورۍ له قامي رابطه كمېټۍ (این سی سی) ته لېږلې دي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں