په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په سېنېټ كښې څرګندونې

image

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرسېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وفاقي حکومت د کرونا وائرس څخه د رامخې ته صورتحال مخ نيوي او د بې وسه خلقو مرستې لپاره موثره لائحه اختيار كړې٬ مخالفه ډله دې په دې سياست نه كوي ‘داسې بحث كول نه دي پكار چې ورسره معاشره تقسيم شي، مخالفه ډله غواړي چې معيشت ديواليه شي او دوي ته اېن آر او تر لاسه شي٬ كه د عمران خان ملاتړ كوے يا نه خو د اولس د لاسه ئې وكړې ‘ د احساس پروګرام له مخې د 100 اربه روپو نه زياتې بې وزله طبقو باندې وېشلې شوي٬ سندھ كښې د 31 اربه روپو نه زياتې وركړې شوي٬ هېواد كښې د ډيزل هېڅ كمې نشته٬ د وړوكې او مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره حکومت لوئې پېكج وركړے ‘ اولس دې د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره احتياطي تدبيرونه خپل كړي٬ د اېس او پيز نه دې سرغړونه اونه كړې شي ٬ كه د غېر ذمه وارۍ ثبوت وركړے شو نو انجام به ښه نه وي۔ د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د كرونا وائرس په صورتحال بحث كښې سېنېټر شبلي فراز ووئيل ھغه ډاكټرانو٬ طبي عملې ٬ امنيتي ځواكونو او د خېرښګړې تنظيمونو ته پېرزوئنې وړاندې كوم څوك چې سر په تلي كښې د وباء مخ نيوي لپاره كار كوي۔” چپه كېدونكې كشتۍ له ديكه وركړه” زه نه خو څوك خو به په ساحل كوز شي٬ دا د ايثار جذبه لرونكي زمونږ د ټولنې د فرنټ لائن خلق دي٬ د دوي قربانيو ته زه د خپلو ملګرو لخوا سلام كوم۔ده ووئېل د دوي دا قربانۍ به تل د هېواد په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي٬ دا وباء نړيوال تناظر لري٬ دا د يوې مقامي سيمې وبا نه ده ٬ دا د پاكستان نه بلكې د ګردې نړۍ مسئله ده۔ ده ووئيل مونږ دې ته هم ګورؤ چې د نړۍ كوم لوي هېوادونه دي هلته دې وباء تباهي كړې ٬ د امريكې مثال واخلۍ چې د ھغوي 21 اربه ډالره نه زياته جي ډي پي ده ، هلته وباء څخه د خلقو د مرګ شمېره د يو لك نه زياته شوې ، دغسې د اروپا او برتانيې جي ډي پي درې كهربه پاٶنډ نه زياته ده هلته د كېسونو شمېره دوه لكه درې زره او مرګونه 33 زره ته رسېدلي۔ده ووئېل په اټاليه كښې د دوه لكه نه زيات تصديق شوي كېسونه راغلي او د 31 زره نه زيات كسان مړه شوي ٬ په دې تناظر كښې د پاكستان جي ډي پي 300 اربه ډالره ده ، دلته كېسونه د 30 زره نه زيات شوي او د مرګونو شمېره د زرو نه كمه ده۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل اوس په دې تناظر كښې مونږ له دا كتل دي چې د قرض باوجود يو داسې هېواد كښې چې د هېلت انفراسټركچر نه لري د ھغه هېوادونو په مقابل كښې چا سره چې د نړۍ د هېلت كېئر بهرين نظام شته او ھغوي د دې وباء لاره نه شي نيولې ۔ده ووئېل زمونږ كېسونه ډېر لږ دي ٬ مونږ په دې خوشحاله نه يو چې په نړيواله كچه د دې وباء امله مرګونه زيات وي٬ انسانان ټول د لوي څښتن مخلوق دے څوك دا چا نه غوره نه دي۔ده ووئېل د وېنا مقصد مې دا دے چې كله مونږ خپلې بې سر او سامانۍ ته وګورو، كله چې مونږ خپل غربت ته نظر وكړو٬ كله چې مونږ د خپل هېواد د 25 فيصده نه زيات بې وسه كسانو ته وګورؤ ٬ مونږ سره وسائل ډېر كم دي او مونږ ورته مخې ته ولاړ يو٬ په دې صورتحال كښې حكومت بهترين لائحه اختيار كړې ٬ د هرې پاليسۍ انډر لائن پوائنټ وي چې مونږ پخپلو محدودو وسائلو كښې څنګه او څه ته زيات پام وكړو، د ټولو نه وړاندې د پام زيات مستحق څوك دي٬ د ټولو نه وړاندې مزدوران٬ ديهاړي مار٬ واړه دكانداران او رکشه چلوٶنكي مستحق وي، دا ھغه خلق دي چې څوك د ورځې ګټي او خپلو ماشومانو له پرې خوراك اخلي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان څوك چې تل فلاحي سوچ لري٬ د حكومت دا لائحه وه چې د دې وباء څنګه مخ نيوي وكړې شي او د كومو خلقو چې كاروبار بند دے ھغوي له د ټولو نه وړاندې ريليف وركول دي٬ د دې څيزونو او خيال تر مخه مونږ د ټولو نه وړاندې يو لوئې معاشي پېكج وركړے٬ زما د مخالفې ډلې ملګري او ټول پاكستان پوهېږي چې زمونږ مالي حالات څنګه دي ، د محدودو وسائلو او مجبوريو باوجود وزيراعظم د وباء پېل كېدو سره د 1.2 كهربه روپو پېكج وركړے۔ده ووئېل مونږ هم دا اندېښنه لرله چې هڅې نه چې خلق د كرونا نه بلكې د لوږې نه مړه شي۔٬ مونږ سمال اېنډ مېډيم صنعت لپاره لوئې پېكج وركړے ۔ ده ووئېل نن د الله پاك شكر دے چې مونږ څه نه څه كوٶ خو په رواتلونكي كښې مونږ له دا كتل دي چې مونږ به دا څنګه سنبهالوٶ٬ وسائل مونږ نه لرو، كيږي به ھغه څه كوم چې د نديم ملك په پروګرام كښې د يوې مېرمنې مركه وه او دوه ورځې وړاندې٬ د دغې مېرمن قيصه څه وه٬ د نديم په شو كښې يوې مېرمن ووئيل چې خاوند مې زهر اوخوړل او ځان ئې ووژلو٬ سوب ئې دا ٶ چې ماشومانو ئې په اوبو روژه ماتوله۔ وفاقې وزير ووئېل داسې ډېر قېصې دي٬ زيات داستانونه دي٬ مونږ هم دې طبقې ته ګورو۔ ده ووئيل مونږ د اېن سي او سي په نامه اداره جوړه كړه چې هره ورځ ئې غونډه د اسد عمر په مشرۍ كښې كېږي چې پكښې د څلورو واړو صوبو نمائندګي شامله ده٬ په دې كښې اعلٰې وزيران شامل دي او د امنيتي ځواكونو نمائندګانو سره ډاکټران هم ٬ هره ورځ تازه شمېرې جاري كوي٬ هرې صوبې ته طبي سامان او روپۍ رسولې شوي او د وباء په ضد هڅې كوي ۔ده ووئېل د بده مرغه سندھ كښې بشپړ لاك ډاٶن وكړې شو خو خلق راشن پسې ګرځېدل٬ خلق په تكليف كښې شول او يو پړاو داسې راغلو چې ځائي خلق سړكونو ته راووتل٬ مونږ د هرې صوبې مرسته كړې، مونږ هڅه كړې چې چا سره امتيازي سلوك اونه شي۔ده ووئېل كه هلته زمونږ حكومت وي او كه نه مونږ د ټولو برابر خيال ساتو٬ مونږ په دې سياست نه دې كړے٬ مونږ مخالفې ډلې ته خواست كوٶ چې په دې سياست مه كوې ځكه چې اوس مشاهد الله خان ذكر وكړو چې په دې سياست اونه كړې شي۔ وفاقې وزير شبلي فراز ووئيل شهزاد اکبر خپل راپور كښې يو شمېر پوښتنې كړي تاسو ئې ځواب وركړے ٬ اسد عمر او د پنجاب اعلٰې وزير د اوړو او چينو بحران په لړ كښې كمېسون ته وراندې شوې مونږ خو هيڅ پرې نه دي وئييل ٬ ده ووئېل مونږ ثابته كړه چې د قانون بر لاسې دې وي ۔ ده ووئيل كومو غړو كښې چې د كرونا تصديق شوے لاس په دعا يو چې لوي څښتن ورله صحت وركړي او اولس هم د دې وباء نه الله پاك اوساتي۔ وفاقې وزير ووئيل اولس دې د وائرس مخ نيوي لپاره د اېس او پيز نه سرغړونه اونه كړي٬ دوه درې مياشتې سخته ده٬ كه د غېر ذمه وارۍ ثبوت مو وركړو نو انجام به ښه نه وي او لوي زيان سره به مخ شوو ۔ده ووئېل په احتياطي تدبيرونو نه اختيارولو بيا كاروبار بندېدې شي۔ ده ووئيل كرونا تر نظره كېږي خو اثرات ئې نه ښكاري٬ مونږ له به خپلو كښې اتفاق راپېدا كول وي او الله تعاليٰ دې مونږ د دې مرض نه اوساتي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں