وزيراعظم عمران خان د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته ټيليفون

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته ټيليفون كولو سره د هغه تپوس پوښتنه كړې ده ۔ د رېلوے وزارت وياند له مخې وزيراعظم عمران خان د شېخ رشيد احمد د كورونا ټېسټ په مثبت راتللو، د آئيسولېشن د معاملو او د علاج په اړه پوښتنه وكړه. د رېلوے وفاقي وزير ووئيل ضروري احتياطي تدابير كوم. ده ووئيل په ده كښې په ظاهره د كورونا وائرس علامات نشته، ځان ښه ګڼم. وزيراعظم عمران خان د شېخ رشيد احمد روغتيا او په سركاري غونډو كښې زر ګډون لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں